IQNA

په افغانستان  کې د انجونو د زده کړو په منع کیداپسې به په لسګونو پوهنتونه بندشي

6:41 - January 17, 2023
د خبر لمبر: 3486763
ایکنا-(تهران)په افغانستان کې قدرت ته د طالبانو په بیرته رسیدا پسې د زده کړو له شپږم صنفه پورته د انجونو ښونځي تړل شوي دي او د طالبانو له خوا له ډ يرو زیاتو  ژمنو سره سره تردې دمه ددغو ښونځيو د پرانیستل کیدا په باب هیڅ نښه نښانه نه ښکاري

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د لوړو زده کړو  د خصوصي پوهنتونونو او اورګانونو ټولنې مطبوعاتی مسئول محمد کریم ناصري پرون په یولړڅرګندونو کې  خبرداری ورکړ،که  انجونو محصیلینو ته د زده کړې اجازت ورنکړل شي،نو په افغانستان کې به څه دپاسه څلویښت  پوهنتونونه  وتړل شي او دخصوصي پوهنتونونو او  لوړو زده کړو ما لکان به خپله پانګه  له هیواده بهر منتقله کړي.

په افغانستان کې قدرت ته د طالبانو  په بیرته رسیدا پسې د زده کړو له شپږم صنفه پورته د انجونو ښونځي تړل شوي دي او د طالبانو له خوا له ډ يرو زیاتو  ژمنو سره سره تردې دمه ددغو ښونځيو د پرانیستل کیدا په باب  هیڅ نښه نښانه نه ښکاري اوپه دې اړه اندیښنې لا پسې په زیاتیدا دي،ان تر دې چې په ورپسې پړاؤ کې پوهنتونونو ته هم دانجونو پر تګ بندیز لیګیدلی او په غیر حکومتي موسیسو او اورګانونو کې  میرمنې له کار کولو هم منع شوي دي  چې دیوه  انساني ناؤرین د رامینځةکیدا ځیری ورکوي.

 https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126330

captcha